مونږ له ټولو هغو مرستندویه موسسو څخه د زړه له کومې مننه کوو چې د سپتمبر میاشتې له ۲۰- ۲۳ پورې په تولسا ښار کې د افغانانو لپاره د ملاتړاو مرستو مرکز په ترڅ کې یې افغانانو لپاره د اړتیا وړ مرستو په برابرولو کې لاسونه سره یوځای او هڅې شریکې کړې . دغو موسسو په ګډه ۵۰۸ تنو افغانانو ته په زړه سوي او مهربانۍ سره لازمې آسانتياوې برابرې او د اړتيا وړ خدمات وړاندې کړل. کچېرې تاسو په دې برنامه کې ګډون نوي کړۍ یا د شته مرستو اړوند نورې پوښتنې لرئ ، مهرباني وکړئ لاندې، د ملاتړ کونکو موسسو او بنسټونو جدول څخه کتنه وکړۍ او له دوی سره اړیکه ونیسئ. اړوند بنسټونه او موسسې چمتو دي چې په پوره لېوالتیا له تاسو سره مرسته وکړي.
د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ مرستو اداره (USCIS)
د بهرنیو چارو وزارت (DOS) د مرکزي او سویلي آسیا د چارو بیرو (SCA) د افغانانو د لېږد د چاروهمغږۍ کوونکۍ دفتر (CARE)
د کډوالو د بیا مېشتېدنې دفتر (او آر آر)
د سوشیل سیکیوریتی ادراه ( د ټولنیز خوندیتوب اداره)
دعدلیې وزارت د کډوالو او کارګرو د حقوقو څانګه (دی او جې/ایی آی آر)
هاوزنگ سلوشن (نور، ماشومان او ځوانان، تعلیم او کار، حقوقي، عامه مرستې) اوکلوهاما هاوزنگ فایننس ایجنسی
تولسا ایریا یوناتید وی (نور، ماشومان او ځوانان، تعلیم او کار، حقوقي، عامه مرستې)
تولسا سیتی- کاونټی ایلیت دیپارتمنت (د سرب د خطر د کنټرول پروګرام)
تولسا ریسپانس (نور: عامه مرستې او مادي کومکونه)
وای دبیو سی ای (YWCA) – (نور، کار، حقوقي، عامه مرستې او مادي کومکونه)
ایرلی لرننگ ورکس (نور: تعلیم)
ایمرجنسی انفنټ سرویسس (نور: عامه مرستې)
اکلوهاما کییرڼگ فوندیشن
دی پهرنټ چایلد سینټر آف تولسا (د تولسا د والدینو ماشومانو مرکز)
امریکن رید کراس (امریکایی سره صلیب)
کپ (CAP) تولسا
لتل ریید ویگن (ماشومان او ځوانان، تعلیم
روت جی. آردمن ادلات لیترسی سرویس
سند سپرنگ پبلک سکولز
TRIO-EOC آف تولسا کمیونتی کالج
www.tulsacc.edu/student-resources/trio/trio-educational-opportunity-center
تولسا پبلک سکولز
وی فاینډر تولسا
ولکمرز انټرنشنل
گرین کاونټی ورکس – داینمک
میی یرز آفس آف ریزیلینس اند یکوتی (د ښاروالۍ د مقاومت او د عدالت دفتر)
اکلوهاما ورکس
دی سنټر فاراندیویجول ویت فزیکل چلنجیز
تولسا ایلت دیپارمنټ (د تولسا روغتیایی اداره)
د نوي راغلو افغانانو لپاره د کډوالۍ حقوقي مرستې یا السا ILSAA
اوکلوهاما دیسی بیلیتی لا سنتر (مرکز قانون معلولیت اوکلوهاما)
فود بینک آف ایسترن اکلوهاما (د ختیځ اوکلاهوما د خوړو بانک)
کتلک چرهټی آف ایسترن اوکلوهاما ( حقوقي ، د بیا میشتیدنې خدمتونه)
ایکنا ریلف (تعلیم، کارموندنه، سلامتی روغتیا، عامه مرستې او مادي کومکونه، د ښځو لپاره خدمتونه)
د متحدینو د هرکلی ماموریت (OAW) په ترڅ کښې راغلي پېرول لرونکو ته د کورنی امنیت وزارت (DHS) ژمنتیا دوام لری، د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو اداره (USCIS) د افغانانو لپاره د ملاتړ مرکزونو کوربه توب کوي ترڅو په متحده ایالاتونو کې دغه افغانان د اوږدمهاله ثبات او انضمام په موخه اړینو مرستو ته لاسرسئ پیدا کړي. د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو اداره (USCIS) د ملاتړمرکزونو لپاره ځای چمتو کوي. USCIS د هیڅ یوه موجوده مرسته رسونکې مؤسسې ملاتړ نکوي او د مرسته رسونکو مؤسسو لخوا د چمتو شوي خدماتو په اړه هېڅ ډول ښکېلتیا او مسؤلیت په غاړه نلري.