مونږ له ټولو هغو مرستندویه موسسو څخه د زړه له کومې مننه کوو چې د ۲۰۲۳ز کال د اوکتوبر له ۱۸- ۲۱ پورې په دېنوَر ښار کې د افغانانو لپاره د ملاتړاو مرستو مرکز په ترڅ کې یې افغانانو لپاره د اړتیا وړ مرستو په برابرولو کې لاسونه سره یوځای او هڅې شریکې کړې . دغو موسسو په ګډه ۱۳۵۰ تنو افغانانو ته په زړه سوي او مهربانۍ سره لازمې آسانتياوې برابرې او د اړتيا وړ خدمات وړاندې کړل. کچېرې تاسو په دې برنامه کې ګډون نوي کړۍ یا د شته مرستو اړوند نورې پوښتنې لرئ ، مهرباني وکړئ لاندې، د ملاتړ کونکو موسسو او بنسټونو جدول څخه کتنه وکړۍ او له دوی سره اړیکه ونیسئ. اړوند بنسټونه او موسسې چمتو دي چې په پوره لېوالتیا له تاسو سره مرسته وکړي.
افغانانو لپاره د ملاتړ مرکزونه