د افغانانو لپاره د ملاتړ مرکزونه د یو واحد ځای پڅېر، چې پکښې پراخ او بیلابیل معلومات، مرستې، اړیکي او مستقیمه مرستې شته دي جوړشویدي، پدې مرکزونو کې به د عامه روغتیا، معارف، کارموندنې، حقوقي مرستې، تولنیزې مرستې او کور یا مېشتدنې په برخو کې مرستې وړاندې شي. د مرستو دا مرکزونه د هرکلي د مرکزونو په دوام چې د متحدینو د ښه راغلاست د عملیاتو په لمړۍ برخه کې وړاندې شوي ؤ، جوړېږي. دا مرستې اساسآ د هغو افغانانو لپاره دي چې د بیامېشتدنې او په ټولنه کې د یوځای کېدلو یا ادغام د مرحلې په دویم پړاو کې دي.