مونږ له ټولو هغو مرستندویه موسسو څخه د زړه له کومې مننه کوو چې د ۲۰۲۳ز کال د نوامبر میاشتې له ۱۵- ۱۸ پورې په آتلانتا ښار کې د افغانانو لپاره د ملاتړاو مرستو مرکز په ترڅ کې یې افغانانو لپاره د اړتیا وړ مرستو په برابرولو کې لاسونه سره یوځای او هڅې شریکې کړې . دغو موسسو په ګډه ۷۸۴ تنو افغانانو ته په زړه سوي او مهربانۍ سره لازمې آسانتياوې برابرې او د اړتيا وړ خدمات وړاندې کړل. کچېرې تاسو په دې برنامه کې ګډون نوي کړۍ یا د شته مرستو اړوند نورې پوښتنې لرئ ، مهرباني وکړئ لاندې، د ملاتړ کونکو موسسو او بنسټونو جدول څخه کتنه وکړۍ او له دوی سره اړیکه ونیسئ. اړوند بنسټونه او موسسې چمتو دي چې په پوره لېوالتیا له تاسو سره مرسته وکړي.
ځای: د اتلانتا کانوینشن سنتر، ۲ تعمیر، څلورم پوړ ایګزیبیت هال.
آدرس: 40 John Portman Blvd, Atlanta, GA 30303
د نوامبر میاشتې له ۱۵-۱۷ نېټې د سهار ۱۰:۰۰ بجو څخه د ماښام تر ۷:۰۰ بجو.
د نوامبر میاشتې ۱۸ نېټه د سهار ۱۰:۰۰ بجو څخه د ماښام تر ۵:۰۰ بجو.
د غونډې ځای ته د تګ او راتګ لپاره لاندې کسانو سره اړیکه ونیسۍ.
کریس درې یا
918.218.7987
christopher.dryja@cherokee-federal.com
دنیال جوزف
931.342.2143
danielle.joseph@cherokee-federal.com
د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ مرستو اداره (USCIS)
د کډوالو د بیا مېشتېدنې دفتر (او آر آر)- د روغتیا او بشري مرستو وزارت (اچ اچ اس)
د بهرنیو چارو وزارت (DOS) د مرکزي او سویلي آسیا د چارو بیرو (SCA) د افغانانو د لېږد د چاروهمغږۍ کوونکۍ دفتر (CARE)
ګلوبل ویلج پراجیکت( نور: تعلیمَ، د ښځو لپاره خدمتونه)
تویندی پورینی
جورجیا پیدمانت تیکنیکل کالج، ادلات ایجکیشن دیپات. (ای اس ایل، جی ای دی، ای سیت)
جورجیا تیک لنګیوج انسیتویت
کټولیک چرهتیز اتلانتا (نور ماشومانو او تنکیو ځوانانو مرستې، حقوقی، عامه مرستې او مادي کومکونه او د بیا مېشتونې خدمتونه)
انسپیرتس: (نور: د بیا مېشتونې مؤسسې)
یو اس ایکول ایمپلامنټ اپارتونټی کمیشن (نور: حقوقی)
سنټر فار ویکتم آف تارچرز
کور ریسپانس (نور: تعلیم، عامه مرستې)
انترنشنل ریسکیو کمیتی – اتلانتا (ای آر سی)
لیوسیف ریسورسس (نور: استوګنیزی مرستې، حقوقی، د مېرمنو اړوند ځانګړې مرستې)
نیو امیریکن پتوویز (نور: حقوقی، د بیا مېشتونې مؤسسې)
ایوکیویت اورالایز کولیشن
جورجیا اسیالم اند ایمگریشن نیټ ورک
افغان امیریکن الاینس آف جورجیا (نور: تعلیم، کارموندنه)
ایکنا ریلیف یو اس ای پروګرام ای ان سی (نور: د استوګنې/کورمرستې، حقوقی، صحی)
د سوشیل سیکیوریتی ادراه ( د ټولنیز خوندیتوب اداره)
د متحدینو د هرکلی ماموریت (OAW) په ترڅ کښې راغلي پېرول لرونکو ته د کورنی امنیت وزارت (DHS) ژمنتیا دوام لری، د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو اداره (USCIS) د افغانانو لپاره د ملاتړ مرکزونو کوربه توب کوي ترڅو په متحده ایالاتونو کې دغه افغانان د اوږدمهاله ثبات او انضمام په موخه اړینو مرستو ته لاسرسئ پیدا کړي. د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو اداره (USCIS) د ملاتړمرکزونو لپاره ځای چمتو کوي. USCIS د هیڅ یوه موجوده مرسته رسونکې مؤسسې ملاتړ نکوي او د مرسته رسونکو مؤسسو لخوا د چمتو شوي خدماتو په اړه هېڅ ډول ښکېلتیا او مسؤلیت په غاړه نلري.